د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له فرقیزستان سره سیالي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134208-د_افغانستان_د_فوټبال_ملي_لوبډله_نن_له_فرقیزستان_سره_سیالي_کوي
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مینځنۍ آسیا د فوټبال په سیالیو(کافا) کښې په خپلې وړومبۍ لوبې کښې د قرقیزستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره سیالي کوي.
(last modified 2023-06-10T08:19:01+00:00 )
Jun 10, 2023 12:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له فرقیزستان سره سیالي کوي

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مینځنۍ آسیا د فوټبال په سیالیو(کافا) کښې په خپلې وړومبۍ لوبې کښې د قرقیزستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مینځنۍ آسیا د فوټبال په سیالیو(کافا) کښې په خپله اوله سیالي  د قرقیزستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره کوي.

د افغانستان د فوټبال فیډریشن د اعلان له مخې، دغه لوبه به د کابل په وخت نن ماښام اووه نیمې بیجې وشي.

د افغانستان د ټیم د روزونکي عبدالله المطیري شاګردانو د دې سیالۍ لپاره خپله وروستۍ تمریني غونډه تیره شپه د قرقیزستان په «دالان عمر زاکوف» لوبغالي کښې ترسره کړه.

د مینځني آسیا د فوټبال د سیالیو وړومبۍ پړاؤ د ازبکستان او قرقیزستان هیوادونو په کوربه توب د اوو لوبډلو په شتون سره ترسره کیږي.

په دغو سیالیو کښې د افغانستان، ایران، قرقیزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال مي ټیمونه د مینځنۍ آسیا د فوټبال فیډریشن د دائمي غړو او د عمان ملي ټیم د میلمه په توګه ګډون کوي.

افغانستان د دې سیالیو په (ب) ډله کښې له قرقیزستان او ایران سره سیالۍ لري.