د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له فرقیزستان سره سیالي کوي
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مینځنۍ آسیا د فوټبال په سیالیو(کافا) کښې په خپلې وړومبۍ لوبې کښې د قرقیزستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره سیالي کوي.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مینځنۍ آسیا د فوټبال په سیالیو(کافا) کښې په خپله اوله سیالي د قرقیزستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره کوي.
د افغانستان د فوټبال فیډریشن د اعلان له مخې، دغه لوبه به د کابل په وخت نن ماښام اووه نیمې بیجې وشي.
د افغانستان د ټیم د روزونکي عبدالله المطیري شاګردانو د دې سیالۍ لپاره خپله وروستۍ تمریني غونډه تیره شپه د قرقیزستان په «دالان عمر زاکوف» لوبغالي کښې ترسره کړه.
د مینځني آسیا د فوټبال د سیالیو وړومبۍ پړاؤ د ازبکستان او قرقیزستان هیوادونو په کوربه توب د اوو لوبډلو په شتون سره ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کښې د افغانستان، ایران، قرقیزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال مي ټیمونه د مینځنۍ آسیا د فوټبال فیډریشن د دائمي غړو او د عمان ملي ټیم د میلمه په توګه ګډون کوي.
افغانستان د دې سیالیو په (ب) ډله کښې له قرقیزستان او ایران سره سیالۍ لري.