د افغانستان د ښوونې په برخې باندې د طالبانو دباؤ دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134234-د_افغانستان_د_ښوونې_په_برخې_باندې_د_طالبانو_دباؤ_دوام_لري
د طالبانو د حکومت په وروستۍ پریکړې کښې په افغانستان کښې د بهرنیو موسسو په روزنیزو فعالیتونو بندیز ولګیده.
(last modified 2023-06-10T23:50:39+00:00 )
Jun 11, 2023 04:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ښوونې په برخې باندې د طالبانو دباؤ دوام لري

د طالبانو د حکومت په وروستۍ پریکړې کښې په افغانستان کښې د بهرنیو موسسو په روزنیزو فعالیتونو بندیز ولګیده.

د طالبانو د حکومت په وروستۍ پریکړې کښې په افغانستان کښې د بهرنیو موسسو په روزنیزو فعالیتونو بندیز ولګیده.

له بلې خوا ملګرو ملتونو د طالبانو لخوا د پوهنې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو پر فعالیتونو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې.

د راپورونو له مخې بهرنيو مؤسسو ته په شفاهي توګه ویل شوي چې د یوې میاشتې دننه په تعلیمي برخه کې خپل فعالیت بند کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، دغه سازمان په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو پر فعالیتونو د بندیز په اړه "ژوره اندېښنه" لري.

نوموړی وايي، د طالبانو دا خورا ناوړه پریکړه د افغانستان خلک یو بل ګام شاته بيايي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو بسپنې صندوق (یونیسف) هم د طالبانو د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یونیسف وايي، که د بهرنیو موسسو فعالیتونه ودرول شي، ۵۰۰ زره ماشومان به له زده کړو بې برخې شي.

دغه بنسټ د پوهنې وزارت له چارواکو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې په بې توپیره توګه ماشومان نه ځوروي.

په همدې حال کې د دغو راپورونو خپرېدل د زده کوونکو د کورنيو او کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي.

د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده مېرمن شهلا فرید په دې اړه وايي:که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو يونيسف وايي چې طالبانو دغه اعلان دوی ته په شفاهي ډول کړی دی.

په افغانستان کې د سیمه ییزو ښوونځیو د تړلو په اړه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې هم د تېر يوکال راهیسې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.