د افغانستان په کانونو کښې د ماشومانو په کار بندیز ولګیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134320-د_افغانستان_په_کانونو_کښې_د_ماشومانو_په_کار_بندیز_ولګیده
د افغانستان د کانونو د وزارت لپاره د طالبانو واکمنانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به ماشومانو ته په کانونو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.
(last modified 2023-06-12T21:10:02+00:00 )
Jun 13, 2023 01:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان په کانونو کښې د ماشومانو په کار بندیز ولګیده

د افغانستان د کانونو د وزارت لپاره د طالبانو واکمنانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به ماشومانو ته په کانونو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.

له دې مخکښې د روغتیا نړیوال پورګرام د جون په ۱۲ نیټه چې د ماشومانو له کار سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، ویلي وو چې دغه ارګان په مختلفو طریقو کوشش کوي چې په افغانستان کښې د ماشومانو د کار کولو مخه ونیسي.

  د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور ټینګار کړی چې که ماشومان په کانونو کې د کار کولو ښکار شي، د کانونو د استخراج مخه به ونیول شي او سرغړونکي به مجازات شي.

د افغانستان په کانونو کې دا مهال د کار کوونکو ماشومانو د  شمېر په اړه کره شمېرې نشته، خو د «Save the Children» نړیوالې موسسې یوه تازه سروې ښيي چې شاوخوا نیمايي افغان کورنۍ له خپلو ماشومانو سره کار کوي.

د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیې مشر “محمد معروف قادري” څه موده مخکې وویل، چې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان ماشومان په کار بوخت وو.

هغه زياته کړه، چې بېوزلي مخ په ډېرېدو ده، په ورته وخت کې له کار څخه د ماشومانو بېرته راستنېدل د حل لاره نه ده او تر څنګ يې نړيوال ملاتړ هم کمزورى دى، نو د داسې پرېکړې عملي کول ناشوني دي.

په عین حال کښې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تازه ادعا کړې، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم دی.

د وزارت یوه مقام ویلي، چې په کابل ښار کې له درې زرو تر پینځو زرو ماشومان پر کارونو بوخت دي او په څو نورو لویو ښارونو کې یې شمېر تر پينځو- پينځو سوو رسیږي.