لوګر کښې د نري رنځ ناروغان ډیر شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134322-لوګر_کښې_د_نري_رنځ_ناروغان_ډیر_شوي_دي
د لوګر ځايي چاروکو وویل چې په دې ولایت کښې په نري رنځ د اخته کسانو شمیر په تیر کال کښې زیات شوی دی.
(last modified 2023-06-12T21:19:01+00:00 )
Jun 13, 2023 01:42 Asia/Kabul
  • لوګر کښې د نري رنځ ناروغان ډیر شوي دي

د لوګر ځايي چاروکو وویل چې په دې ولایت کښې په نري رنځ د اخته کسانو شمیر په تیر کال کښې زیات شوی دی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په لوګر کښې د طالبانو د روغتیا ادارې چارواکو وویل چې په تیر یو کال کښې ۵۷۵ کسان په ټي بي ناروغۍ اخته شوي دي چې دا شمیر د تیر کال په پرتله ۲۰ فیصده زیاتوالی ښئي.

لوګر کښې د روغتیا ادارې ویاند فهیم‌الله لودین، په دې هکله وویل: د مرکز په شمول د ولایت په ټولو ولسوالیو کښې په ۲۰۲۱ کال کښې په نري رنځ د اخته کسانو شمیر ۴۹۴ تنه او په ۲۰۲۲ کال کښې ثبت شوی شمیر ۵۷۵ تنه و چې د شل فیصده زیاتوالي ښودنه کوي.

هغه زیاته کړه چې د نري رنځ مریضان د صحي مرکزونو له خوا تر جدي مراقبت لاندې دي او تراوسه په دې ولایت کښې د دغې ناروغۍ له امله د چا مړینه نه ده ثبت شوې.

لودین څرګنده کړه چې په لوګر کښې په ټي بي د اختیه کسانو د شمیر د زیاتیدو وجه، له مختلفو هیوادونو د کډوالو ستنیدل دي.