د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له ایران څخه ماتې وخوړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134402-د_افغانستان_د_فوټبال_ملي_ټیم_له_ایران_څخه_ماتې_وخوړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په کافا سیالیو کښې په خپلې دویمې لوبې کښې له ایران څخه ماتې وخوړله.
(last modified 2023-06-14T04:56:53+00:00 )
Jun 14, 2023 09:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له ایران څخه ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په کافا سیالیو کښې په خپلې دویمې لوبې کښې له ایران څخه ماتې وخوړله.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د کافا په نامه د مینځنۍ آسیا هیوادونو ترمینځ د فوټبال د روانو لوبو په لړ کښې په خپلې دویمې سیالۍ کښې له ایرانه ماتې وخوړه.

د افغانستان او ایران د ملي لوبډلو ترمینځ شوې دغه سیالي د ایران په ګټه د ۶ پر ۱ ګولونوسره پاې ته ورسیده.

د افغانستان ملي لوبډلې له مخې مخکښې په خپلې اولې سیالۍ کښې هم د ۱ په وړاندې د هیڅ ګول په نه کولو سره له قرقیزستانه ماتې خوړلې وه.

د کافا په نامه د مرکزي آسیا د کپ سیالۍ هر کال د افغانستان، تاجکستان، قرقیزستان، ازبکستان او ترکمنستان په شان څو ټیمونو په ګډون جوړیږي.