Jun 15, 2023 12:32 Asia/Kabul

‏د طالبانو د سرپرست حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د شوي توافق لمخې د بندیانو د انتقال پروسه یو ځل بیا پیل شوې ده.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ لاکړی چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، چې د ایران او افغان حکومت ترمنځ د شوې هوکړې په اساس د ایران له زندانونو څخه ۱۸۰ بندي افغانان ازاد شوي او تېره ورځ د هرات په اسلام قلعه سرحد کې افغان حکومت ته وسپارل شول.

طالبانو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم په نیمروز ولایت کې د ایران له زندانونو د ۱۰۰ افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د ایران له بېلابېلو زندانونو تر دامهاله شاوخوا ١١٣١ افغانستاني بندیان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

دغه شمېر افغان بندیان په بېلابېلو تورونو د ایران په جیلونو کښې زنداني وو او چارواکي وايي چې د هغوي د خوشې کولو دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

 

ټیګونه