له افغانستان سره د امریکې دښمني دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134460-له_افغانستان_سره_د_امریکې_دښمني_دوام_لري
د افغانستان د طالبانو  د حکومت دفاع وايي چې امریکا لاهم د افغانستان له حکومت سره د دښمنۍ په لاره روانه ده.
(last modified 2023-06-15T07:01:48+00:00 )
Jun 15, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د امریکې دښمني دوام لري

د افغانستان د طالبانو  د حکومت دفاع وايي چې امریکا لاهم د افغانستان له حکومت سره د دښمنۍ په لاره روانه ده.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وویل: پّ افغانستان کښې د اسلامي قوانینو خلاف غوښتنې هیڅکله نه منل کیږي او د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې د اسلامي شریعت او د افغانستان د کلتور مخالفې دي چې د سرپرست حکومت لپاره د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه: د ټول شموله حکومت جوړول، تعلیمي مسائل او د بیان آزادي د افغانستان کورني مسائل دي او نړۍ دې په دا ډول چارو کښې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو دغه جګ پوړي چارواکي زیاته کړه: امریکا زمونږ له حکومت سره د دښمنۍ په لاره روانه ده او له امریکې غواړو چې د افغانستان په داخلي مسائلو کښې له لاسوهنې لاس واخلي. افغانستان یو خپلواک او آزاد هیواد دی او باید په کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو کښې خپله آزادي ولري او امریکا دې هڅه نه کوي چې افغانستان په خپل کنټرول کښې وساتي او یا ورباندې خپل اهداف اجرا کړي.

د طالبانو دفاع وزیر له طلوع نیوز سره په خبرو کښې څرګنده کړه: سرپرست حکومت له هیڅ هیواد سره په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیانو سره جنګ او نښته نه غواړي او له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅکله نه پریږدو چې د افغانستان خاوره د نړۍ د هیوادونو خلاف استعمال شي.