افغانستان کښې پاتې چاودونکي توکي لاهم خلک وژني
د سږ کال له پیل راهیسې تقریباً ۳۰۰۰ کسان په افغانستان کښې د کلونو له جنګ او تشدد څخه د پاتې ماینونو او مهماتو د چاودیدو له امله وژل شوي دي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت پيښو ته د رسیدګۍ په وزارت کښې د ماین پاکۍ او غږملتیا مسئول «نورالدین رستم خیل» پرون وویل: د جنورۍ د میاشتې له پیلیدو نه تراوسه پورې تقریباً ۳۰۰ کسان، د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د جنګ او نیواکګرۍ له دورانه د پاتې ماینونو او مهماتو په ۱۰۴ چاودنو کښې وژل شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې په افغانستان کښې د چاودلو ماینونو زیاتره قربانیان ماشومان دي.
رستم خیل هم داشان په افغانستان کښې د ماین پاکولو د پروژو د اجرا لپاره د بودجې د کمي خبر ورکړ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د انساني چارو د غږملونکي دفتر(اوچا) د رپورټ له مخې، په ۲۰۲۲ کال کښې د ناچاودو مرمیو او ماینونو د چاودنې له امله له ۷۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.
د افغانستان حکومت وايي، د دغه هیواد د خاورې نزدې ۶۰۶ مربع کیلومیټر سیمه له ماینونو او ناچاودو مهماتو ډکه ده.