د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال:
افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی
Jun 22, 2023 10:06 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ چي افغانستان یو ځلې بیا د ټروریستي فعالیتونو د پراختیا په مرکز بدل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر رونکوف جوته کړه: افغانستان ورو ورو د ترهګرو په تر ټولو لوی مرکز باندې د بدلېدو په حال کې دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي یا نه شي کولای او یا هم نه غواړي چي د ټروریزم له ګواښ سره مبارزه وکړي.
رونکوف وایي: د طالب چارواکو د ژمنو او لویو خبرو په اپوټه، واقعیتونه د هغوی د خبرو خلاف ثابتوي.
ټیګونه