افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134784-افغانستان_د_ترهګرو_په_مرکز_بدل_شوی
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ چي افغانستان یو ځلې بیا د ټروریستي فعالیتونو د پراختیا په مرکز بدل شوی دی.
(last modified 2023-06-22T05:38:08+00:00 )
Jun 22, 2023 10:06 Asia/Kabul
  • افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ چي افغانستان یو ځلې بیا د ټروریستي فعالیتونو د پراختیا په مرکز بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د  سرمنشي مرستیال ولادیمیر رونکوف جوته کړه: افغانستان ورو ورو د ترهګرو په تر ټولو لوی مرکز باندې د بدلېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي یا نه شي کولای او یا هم نه غواړي چي د ټروریزم له ګواښ سره مبارزه وکړي.

رونکوف وایي: د طالب چارواکو د ژمنو او لویو خبرو په اپوټه، واقعیتونه د هغوی د خبرو خلاف ثابتوي.