په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر:
طالبان د خپلو نړیوالو ژمنو په پلي کولو کې پاته راغلي
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د دې په بیانولو چي طالبان د خپلو نړیوالو ژمنو په ترسره کولو پاتي راغلې دي، وویل: باید په افغانستان کې له واکمنو پلاو سره رغنده اړیکې وساتل شي ځکه چي د دغه بهیر ساتنه د افغانستان د خلګو، ټولې سیمې او نړیوالې ټولنې په ګټه ده.
د ایرنا له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایروانی د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کې په خپلو ویناو کې یادونه وکړه چي ایران لا هم له خپلو ګاونډیو، ملګرو هیوادونو او د ملګرو ملتونو له سازمان سره، په همکاری باندې ژمن دی څو په افغانستان کې له تل پاتې سولي او امنیت له ټینګېدو سره، مرسته وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی وویل: د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کېدا او یو اړخیز بندیزونه په دغه هیواد کې د حالاتو د لا خرابېدو لامل شوی او د انساني ناوړه وضعیت د برابرولو په وړاندې د هڅو مخنیوی کوي.
سعید ایرواني زیاته کړه: نړیواله ټولنه باید د افغانستان په وړاندې خپلو بشردوستانه ژمنو باندې عمل وکړي او له افغان ولس سره خپلې همپالنې او زړه سواندې وښیي او هغوی ته د ځلانده راتلونکې لپاره هیله ورکړي.
ایرواني د دې په بیانولو چي د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې لپاره د یو اړخیزو بندیزونو لغوه کېدا او د دې هیواد د پانګو خوشي کېدا ضروري ده، ټینګار وکړ: ایران د افغانستان د ګاونډي هیواد په توګه چي اوږد سرحد لري او د میلیونونو افغان وګړو کوربه دی، په سیمې باندې د افغانستان اوسنیو حالاتو له پایلو سخت اندېښمن دی.