د ترکیې مامورانو افغان پناه غواړي ډير کړولي دي
له میاشتو میاشتو مخکې راهسې د کار کسب لپاره ترکیې ته تللي وو، خو په پولې کې له نیول کیدا وروسته په زندانونو کې په ډير بد وضعیّت کې ساتل شوي او ډير وهل او ټکول شوي او بیا بیرته افغانستان ته لیږل شوي یوو.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، یو شمیر هغه پناه غواړي چې په همداوروستیو کې له ترکیې ویستل شوي دي وائي، دترکیې په پولې کې ددغه هیواد پوله ساتي ځ واکو نو ډیر زیات کړولي او وهلي دي . په عین حال کې د افغانستان حکومت دترکیې دحکومت له خوا د افغان پناه غواړو دویستلو په څرنګوالی باندې په سختو نیوکو سره د انقرې له چارواکو غوښتي دي ، څو د پناه غواړو دویستلو بهیر دې له کړؤلو او آذیت کولو پرته ترسره کړي.
دغو ویستل شوو وئیلي دي، له میاشتو میاشتو مخکې راهسې د کار کسب لپاره ترکیې ته تللي وو، خو په پولې کې له نیول کیدا وروسته په زندانونو کې په ډير بد وضعیّت کې ساتل شوي او ډير وهل او ټکول شوي او بیا بیرته افغانستان ته لیږل شوي یوو.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد له طلوع نیوز سره په خبروکې ددغو راپورونو په غبرګون کې ټينګار کړی دی، د پناه غواړو دمنتقلولو بهیر باید له کړؤلو او اذیت کولو پرته ترسره شي. مونږ د ترکیې له حکومتي چارواکو سره په تماس کې یوو څو دمونږ له مهاجرینو سره هلته انساني چلند وشي ،که څه هم ځينی قانوني مشکلات هم شته .
هغه ووئیل په تیرو دوو کلونو کې خپل هیواد ته لږترږله دوه میلیون پناه غواړي افغانان بیرته ستانه شوي دي .