افغانستان کښې د هندوستان سفارت له سفیر پرته کار جاري ساتي
د هندوستان خارجه وزیر په کابل کښې د دغه هیواد د سفارت د فعالیت د دوام په تاییدولو سره ټینګار وکړ چې نوی ډیلی، په افغانستان کښې خپل سفارتي دفتر ته د سفیر د ورلیږلو هیڅ نیت نه لري.
د هندوستان خارجه وزیر په کابل کښې د دغه هیواد د سفارت د فعالیت د دوام په تاییدولو سره ټینګار وکړ چې نوی ډیلی، په افغانستان کښې خپل سفارتي دفتر ته د سفیر د ورلیږلو هیڅ نیت نه لري.
جی شنکر دا خبره پرون جمعه کړې ده.
هغه د دې جملې په ویلو سره چې نوی ډیلی به د افغانستان حالت تر نظر لاندې وساتي، ټینګار وکړ: د افغانستان د تیرو پيښو په هکله د قضاوت وخت لا نه دی رارسیدلی.
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان په حالاتو کښې د تیر وخت په پرتله هیڅ بدلون نه دی راغلی، زیاته کړه: نوي ډیلي پریکړه کړې چې په کابل کښې خپل سفارت وساتي خو بې له دې چې افغانستان ته سفیر واستوي.