په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، سږ کال یې د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په یوه ټوېټ کې ویلي چې دوی د ۲۷ زره کارکوونکو په ګومارلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.
یونیسف دا هم ویلي چې دا کار یې د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ کړی دی.
په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو په پرانیستلو سره دوی توانېدلي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي
د یادولو وړ ده چې یونیسف د زمري میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي.