د خصوصي پوهنتونونو د کانکورازموینه نوره مونږ اخلو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135518-د_خصوصي_پوهنتونونو_د_کانکورازموینه_نوره_مونږ_اخلو
دا په داسې حال کې ده، چې د خصوصي پوهنتونونو پر کړنو له وړاندې ډېرې نیوکې موجودې وې او پرې د څارنې د زیاتیدو غوښتنه کیده.
(last modified 2023-07-09T22:17:35+00:00 )
Jul 10, 2023 02:43 Asia/Kabul
  • د خصوصي پوهنتونونو د کانکورازموینه نوره مونږ اخلو

دا په داسې حال کې ده، چې د خصوصي پوهنتونونو پر کړنو له وړاندې ډېرې نیوکې موجودې وې او پرې د څارنې د زیاتیدو غوښتنه کیده.

د افغانستان د  ازموینې ملي ادارې لپاره د طالبانو سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني وايي، چې له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ به له دې ورسته د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه هم د یادې ادارې له لوري واخیستل شي.

نوموړي دا خبره په یوه تازه مرکه کې کړې، خو ډېر جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خصوصي پوهنتونونو پر کړنو له وړاندې ډېرې نیوکې موجودې وې او پرې د څارنې د زیاتیدو غوښتنه کیده.

د تحصیلي چارو یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې دغه نظارت باید د مسلکي کسانو له لوري وشي.