روسیې طالبانو ته په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135768-روسیې_طالبانو_ته_په_غونډې_کښې_د_ګډون_بلنه_ورکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د روسیې سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه.
(last modified 2023-07-16T04:13:34+00:00 )
Jul 16, 2023 08:40 Asia/Kabul
  • روسیې طالبانو ته په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د روسیې سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه.

د افغانستان د طالبانو د  حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال «ضیا احمد تکل» په ټویټر پاڼې کښې ولیکل د کابل د حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په افغانستان کښې د روسیې د سفیر دیمیتري ژیرنوف په کتنه کښې د ماسکو سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره افغانستان ته بلنه ورکړي ده.

د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په دغه کتنې کښې وویل د ماسکو د فورمیټ غونډه په سیمه کښې د غږملتیا د رامینځته کولو په لړ کښې مهم رول لري.

د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي هیله وکړه طالبان او ماسکو به د ډيپلوماټیکو اړیکو په چوکاټ کښې له دغه غونډې څخه مناسبه استفاده وکړي.

روسیې په داسې حال کسې د ماسکو د فورمیټ په غونډې کښې طالبانو ته د ګډون کولو بلنه ورکړي ده چې تراوسه د دغه غونډې د ترسره کیدا وخت معلوم نه دی.