په کابل کې د انګلیس د سفارت پرانیستلو غوښتنه
د انګلیس د دفاعي کمېټې رییس ویلي چې لندن باید په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي او له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
د انګلیس د دفاعي کمېټې رییس «توبیاس اېلووډ» چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و، ټلګراف ورځپاڼې ته یې ویلي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتیا ده.
هغه په افغانستان کې پر ښځو لګېدلو بندیزونو ته په اشارې ویلي چې د دغو بندیزونو لرې کېدو لپاره باید د طالبانو له سرپرست حکومت سره له نږدې خبرې وشي.
هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره د خبرو لپاره اړتیا ده چې انګلیس په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د انګلیس په ګډون ګڼو هېوادونو له افغانستان څخه خپل سفارتونه قطر ته ولېږدول.
اوس مهال په افغانستان کې د چین، پاکستان، هند، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه پرانیستې دي.