د افغانستان د خلکو په ګډون سره د امامباړو امنیت تامینیږي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي ټینګار وکړ د روان کال په محرم میاشت کښې به د جوماتونو او د امامباړو امنیت د خلکو په مشارکت سره تامین شي.
هغه پرون د بامیانو ولایت له علماو او طلباو سره په غونډې کښې د حسیني محرم په ورځو کښې د امنیت د تامینولو په هکله په ډاډ ورکولو سره له علماو او د محرم د مراسمو له ترسره کونکو وغوښتل چې خلک هم د امنیتي ځواکونو په څنګ کښې یو کمیسیون جوړ کړي او د منبرونو او د جوماتونو داخل ته د ورننوتلو لارو د امنیت د تامینولو لپاره څو کسان انتخاب کړي او شپه او ورځ د ګڼې ګوڼې ځایونو او کمزورو سیمو ته د خلکو د ورتلو په هکله متوجه ووسي.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي په دې خبرې سره چې امریکا داعش ترهګره ډله جوړه کړي ده وویل داعش خارجي وجود نلري او هر څه چې دي په امریکا پورې مربوط دي.
مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو د هیواد امنیتي ځواکونه د تیرو کلونو په شان د کابل په شمول د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د محرم د میاشتې د مذهبي مراسمو د امنیت تامینولو ته چمتو دي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو امنیتي ځواکونه به هیڅ چا ته د محرم په ورځو کښې د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنکړي.