افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه شوي
Jul 24, 2023 00:58 Asia/Kabul
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، چې په تېرو درېیو شپو کې په افغانستان کې د سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي، ۷۴ کسان ټپیان او ۴۱ نور لا هم نادرکه دي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، نوموړي په کابل کې د دې وزارت یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې پهدې موده کې ۲۵۰ څاروي هم له منځه تللي او ډېری ځاني او مالي زیانونه تېره شپه په میدان وردګو ولایت کې اوښتي دي.
د دې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې، ۲۱۴ کسان وژل شوي، ۳۲۰ ټپیان شوي، ۳۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
ټیګونه