د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته
Jul 24, 2023 01:05 Asia/Kabul
د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزیر وايي، چې افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، نوموړي له العربیة ټلویزیون سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې طالبان د دې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري. خو دی وايي که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودي سره نږدې او ښې اړیکې غواړي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کوردننه او نړیواله ټولنه ټينګار کوي چې داسې یو حکومت باید رامنځته شي چې ټول افغان او سیاسي لوري په کې ځان وویني.
ټیګونه