د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136116-د_اوس_لپاره_د_یوه_ټولګډونه_حکومت_جوړولو_ته_اړتیا_نشته
د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزیر وايي، چې افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
(last modified 2023-07-23T20:38:57+00:00 )
Jul 24, 2023 01:05 Asia/Kabul
  • د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزیر وايي، چې افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، نوموړي له العربیة ټلویزیون سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې طالبان د دې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري. خو دی وايي که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودي سره نږدې او ښې اړیکې غواړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کوردننه او نړیواله ټولنه ټينګار کوي چې داسې یو حکومت باید رامنځته شي چې ټول افغان او سیاسي لوري په کې ځان وویني.