بلخ کې د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136248-بلخ_کې_د_عاشورا_مراسمو_نمانځنې_لپاره_ټینګ_امنیتي_تدابیر_نیول_شوي
د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اهل تشیع اړوند جوماتونو او تکیه‌خانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.
(last modified 2023-07-26T20:59:09+00:00 )
Jul 27, 2023 01:27 Asia/Kabul
  • بلخ کې د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي

د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اهل تشیع اړوند جوماتونو او تکیه‌خانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.

د سلام‌وطندار راډیو د خبر له مخې، د بلخ امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحی عابد وايي چې په دغه ولایت کې د عاشورا مراسمو امنیت لپاره د ښار بېلابېلو سیمو کې ګډ امنیتي ځواکونه ګومارلې دي.

یو‌شمېر اهل تشیع بیا د محرم په شپو او ورځو کې د دوی اړوند مراسمو کې د امنیتي چارواکو له حضور هرکلی کوي او د دوی شتون د یوه بل د منلو او ملي یووالي نښه بولي.

په ورته مهال بلخ کې یو‌شمېر نور اهل تشیع هم د عاشورا لپاره د امنیت له ټينګښت خوښي څرګندوني او په وینا یې، «تراوسه هېڅ امنیتي ستونزه نه ده پېښه شوې.»

بلخ کې امنیتي چارواکي داسې مهال په دغه ولایت کې د جوماتونو او تکیه‌خانو د امنیت ټينګښت ډاډ ورکوي، چې له دې وړاندې د اهل تشیع اړوند تکیه‌خانو او جوماتونو باندې خونړي بریدونه کېدل.