د کابل عزاداران باید له سترو غونډو ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136270
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د شیعه علماو شورا په حسیني ماتمیانو غږ وکړ چې په راتلونکو ورځو کښې په سړکو کښې له راغونډیدا او له ډلې ډلې تګ راتګ کولو ډډه وکړي.
(last modified 2023-07-27T07:59:08+00:00 )
Jul 27, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • د کابل عزاداران باید له سترو غونډو ډډه وکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د شیعه علماو شورا په حسیني ماتمیانو غږ وکړ چې په راتلونکو ورځو کښې په سړکو کښې له راغونډیدا او له ډلې ډلې تګ راتګ کولو ډډه وکړي.

د افغانستان د شیعه علماو د شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي هغه ماتمیان چې غواړي نن او سبا د تاسوعا او د عاشورا د ورځې د ماتم په دستورو کښې ګډون وکړي د امنیتي دلایلو په وجه ښه خبره ده چې په انفرادي ډول د ماتم مراسمو ته ځانونه ورسوي.

له دې مخکې هم د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو د محرم د میاشتې ماتمیان باید د امنیت د تامینیدا په خاطر په ځینو جوماتونو کښې د سترو غونډو له ترسره کولو او له ډله یئز ګډون څخه ډډه وکړي.

په تیرو کلونو کښې په افغانستان کښې په محرم میاشت کښې د هیواد د شیعه مسلمانانو پرضد زیاتې ترهګرې حملې شوي وې چې د اکثرو بریدونو مسوولیت داعش ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی و.