د هندواڼو سږني حاصلات ښه خو بازار یې پیکه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136426-د_هندواڼو_سږني_حاصلات_ښه_خو_بازار_یې_پیکه_دی
په لوګر ولایت کې د بېلابېلو سیمو بزګران د سږکال هندواڼو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار له نشتون او د ساتنې لپاره یې د سړو خونو له کموالي شکایت کوي.
(last modified 2023-07-31T03:42:55+00:00 )
Jul 31, 2023 08:11 Asia/Kabul
  • د هندواڼو سږني حاصلات ښه خو بازار یې پیکه دی

په لوګر ولایت کې د بېلابېلو سیمو بزګران د سږکال هندواڼو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار له نشتون او د ساتنې لپاره یې د سړو خونو له کموالي شکایت کوي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه ولایت بزګران وايي، چې په کرل شویو ځمکو یې سږني حاصلات د تېر په پرتله خورا ښه دي، خو دوی د تر لاسه شوي حاصل د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سرټکوي او وايي، که یې پر وخت خرڅ نه کړي، نو خپل لګښت به هم ورته پوره نه کړي.

د دوی په خبره چې په لوګر کې یې له هر یو جریب ځمکې څخه ۱۰۰۰ منه هندواڼې تر لاسه کړي دي.

بزګران په لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست له مسئولینو غوښتنه کوي چې د دوی د هنډواڼو د حاصلاتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې بیا د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مشر سید امین هاشمي د لوګر له سمیه ایزو رسنیو سره په مرکه کې د هندواڼو د حاصلاتو ډېر والي لامل بزګرانو ته د کرکېلې په اړه عامه پوهاوی او ورسره د ځینو وسایلو همکاري بولي.

نوموړي زیاته کړې چې په ډېری سیمو کې یې سړې خونې جوړې کړي او په دې برخه کې د نورو هڅو د دوام ډاډ هم ورکوي.

لوګر د هېواد له کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د هندواڼو سربېره پکې انګور، مڼې، سبزيجات او نور کرنیز پیداوار ښه حاصل ورکوي، چې د دغه ولایت ترڅنګ یې ګاونډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.