په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د پاکستاني ورځپاڼې اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136498-په_افغانستان_کې_د_طالبانو_له_حکومته_د_پاکستاني_ورځپاڼې_اندېښنه
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په باجوړ کې له خونړې چاودنې وروسته، په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت یې پاکستان لپاره لوی سرخوږي بللې ده.
(last modified 2023-08-01T07:10:28+00:00 )
Aug 01, 2023 11:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د پاکستاني ورځپاڼې اندېښنه

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په باجوړ کې له خونړې چاودنې وروسته، په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت یې پاکستان لپاره لوی سرخوږي بللې ده.

د یکشنبې په ورځ د خیبر پختونخوا د باجوړ په ایالت کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې په چاودنه کې ۵۰ تنه ووژل شو او له ۲۰۰ زیات کسان هم ټپیان شول.  د پآکستان حکومت په تېرو دوو کلونو کې په ځلونو د افغانستان په سرپرست حکومت یې ټي ټي پي ته د پناه د ورکولو تورونه لګولي دي.

د ډان ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې لیکلي چي د پاکستان امنیتي ارګانونه له زیاتو ستونزو سره مخ شوي او د پآکستان په ګاونډ کې د طالبانو سرپرست حکومت له لورې رامینځ ته شوې ننګونو ته توجه نه کوي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې چي د پاکستان امنیتي ادارې خپلې دندې په سمه توګه تر سره نه کړي نو نیوکې به پرې زیاتې شي.

د باجوړ چاودنه په داسي حال کې شوې چي پاکستان کې پارلمانې ټاکنې په پیلېدو دي او ورسره امنیتي اندېښنې هم زیاتې شوي دي. د فضل الرحمان په مشری جمعیت علمای اسلام پاکستان د دې هیواد له حکومت سره ملګری دی او له تندلارو ډلو ټپلو سره ژورې اړیکې لري.

د افغانستان او پاکستان تر مینځ په سرحدي سیمو کې د اکثرو دیني مدرسو مدیریت هم د فضل الرحمان په مشری د جمعیت علما د ګوند په لاس کې دی.