د موسمي ناروغیو خپرېدو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136666-د_موسمي_ناروغیو_خپرېدو_له_امله_۱۰۰_کسان_مړه_شوي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې افغانستان کې د ګرمۍ له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د محرقې او اسهالاتو ناروغیو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.‎
(last modified 2023-08-05T03:49:37+00:00 )
Aug 05, 2023 08:18 Asia/Kabul
  • د موسمي ناروغیو خپرېدو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې افغانستان کې د ګرمۍ له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د محرقې او اسهالاتو ناروغیو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.‎

د سلا‌م‌وطندار د خبر له مخې، د یاد وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل ویلي چې د وروستیو دوو میاشتو پرمهال د ګرمۍ له امله ۱۰۰زره کسان په اسهال ناروغۍ اخته شوي دي.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا، دوی هڅه کوي، ترڅو په هېواد کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

په ورته مهال کابل کې د ماشوم روغتیا «اندراګاندي» روغتون چارواکي هم وايي چې په تېره یوه میاشت کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

بل‌خوا د اندراګاندي روغتون یو ډاکټر عارف حسن‌زی له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین او د مور پر شېدو تغذیه کړي.

د یادونې وړ ده چې روغتیايي خدمتونو ته د پام وړ نه لاسرسی او د هېوادوالو له لوري روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه، د موسمي ناروغیو د پراخېدو لامل کېږي.