افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولای
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ويلي، چې افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولای.
د هېواد ورځپاڼې د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د يوې غونډې پرمهال د لوړو زدهکړو او پوهنې له وزارتونو غوښتي، چې د پوهنې اصولو ته لا جدي پاملرنه وکړي او په اړه يې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
شېر محمد عباس ستانکزي ټينګار کړی، چې د جګړو په کلونو کې افغانستان د سيمې د هېوادونو پر پرتله د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخو کې وروسته پاتې وو او اوس، چې د امنيت خوندي چاپېريال رامنځته شوی؛ نو حکومت او نړيوالو بنسټونو ته په کار دي، چې دې برخې ته پاملرنه ډېره او مرستې زياتې کړي.
د دغه پروګرام په پای کې د طالب چارواکو او د يوې کورنۍ موسسې ترمنځ د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخو کې د همکارۍ هوکړه ليکونه هم لاسليک شول.