په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137304-په_افغانستان_کې_د_بشري_ناورین_په_اړه_خبرداری
د مهاجرت نړیوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2023-08-18T07:44:01+00:00 )
Aug 18, 2023 12:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری

د مهاجرت نړیوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې د مهاجرت نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه خپاره کړي پیغام کې په افغانستان کې بشري ناورین په نړۍ کې تر ټولو لوی او سخت بشري ناورین وباله.

دغه سازمان همداراز له میلیونونو افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره مرستو د دوام لپاره د اړتیا وړ بودجې د کسر د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې تیر کال یې د غوښتل شوي بودیجې د دریمې برخې د برابرولو له امله یوازې ۱۳۲۰ زره اړو افغانانو ته بشري مرستې ویشلې دي.

په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د کرنیزو او خوراکي محصولاتو کمښت په دغه هېواد کې د بشري ناورین د ژورېدو لامل بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) پرون اعلان وکړ چې د اړو افغانانو لپاره د ژمي د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره څه باندې ۵۷۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د شمېرو له مخې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر ۲۹ میلیونه او ۲ سوه زره زره تنه دی چې مرستو ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې له دې ډلې ۲۱ میلیونه بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه دفتر د افغانستان لپاره د روان کال د بشري مرستو بودیجه درې میلیارده او ۲۳۰ میلیونه ډالره اټکل کړې او اعلان کړې، چې تر اګست میاشتې پورې له دغې بودیجې څخه یوازې یو میلیارد ډالر ورکړل شوي دي.