طالبانو د شیعیانو او د اهل سنتو په اتحاد ټینګار وکړ
(last modified Sat, 19 Aug 2023 09:24:24 GMT )
Aug 19, 2023 13:54 Asia/Kabul
  • طالبانو د شیعیانو او د اهل سنتو په اتحاد ټینګار وکړ

اوا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت لوړرتبه غړي عبدالسلام حنفي وویل چې شیعیان او اهل سنت د افغانستان د تاریخ په اوږدو کښې تل د یو بل په څنګ کښې وو او رول یې لوبولی دی.

هغه په افغانستان کښې د طالبانو ډلې د بیا واک ته د رسیدا د دوهمې کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې وویل شیعیانو او اهل سنتو د افغانستان د تاریخ په اوږدو کښې په سوله ئیز ډول او ورورګلوۍ سره ژوند کړی او د پخواني شوروی د نیواکګ پرضد یې د یوه بل په څنګ کښې مبارزه کړي ده.

عبدالسلام حنفي وویل طالبانو په تیرو شلو کلونو کښې د زده کړې په مرکزونو ، مذهبي مدرسو او عمومي ځایونو باندې په ترسره شویو حملو کښې لاس نه دی لرلی.

د طالبانو د کابینې مرستیال عبدالسلام حنفي له هغو سیاسي شخصیتونو او څیرو څخه چې په خارجي هیوادونو کښې د طالبانو د حکومت پرضد تبلیغ کوي وغوښتل چې له خپل هیواد او ملت سره له دښمنۍ لاس واخلي او بیا خپل اصلي ټاټوبي ته ورستانه شي.

په دغه غونډې کښې یوشمیر شیعه علماو هم په تیرو دوو کلونو کښې د امنیت د تامینولو په ستاینې سره په افغانستان کښې د جعفري مذهب په رسمیت د پیژندلو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه