۱۳ خبريالان او رسنيز کارکوونکي د طالبانو په زندانونو کې دي
د افغانستان د خبريالانو مرکز چارواکي وايي، چې د ايراني عکاس محمد حسين ولايتي په نيول کېدو سره د طالبانو په زندانونو کې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، ولايتي د ايران د تسنيم خبري آژانس عکاس او ايډيټر دی او د روانې اونۍ د شنبې په ورځ (۲۸ د زمري) ايران ته د ستنېدو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې ونيول شو.
تسنيم ليکلي، چې طالبانو له هېڅ ډول وضاحت پرته د دې رسنۍ عکاس نيولی او د هغه د آزادۍ لپاره یې هلو-ځلو کومه پايله نه ده ورکړې.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د محمد حسين ولايتي د نيول کېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو له طالب چارواکو غوښتي چې دا عکاس دې آزاد کړي او په افغانستان کې د خبريالانو ځورونه دې پای ته ورسوي.
د دې مرکز په وينا، د تېرو دوو اونيو پر مهال څه کم ۱۱ خبريالان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي، چې له هغو څخه نهه تنه يې لا هم په زندان کې دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز معلومات ښيي چې په وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه څلور نيول شوي خبريالان لاهم زندانيان دي، په دې توګه د افغانستان په زندانونو کې د ټولو خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو ټوليز شمېر ۱۳ ته رسېږي.
د دې خبريالانو د نيول کېدو دليل نه دی معلوم او طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دې ويلي.
سره له دې چې د خبريالانو نيونې زياتې شوي، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه ويلي، چې د تېرکال پرمهال په افغانستان کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.