جوزجان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی
جوزجان کې د افغان-ترک د صحت طفل روغتون چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی.
د سلام وطندار د خبر له مخې، د دوی په وینا، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د کورنیو ناسالم خواړه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.
د دغه روغتون د مرستیال فریدون مرتضی په خبره، د افغان-ترک د صحت طفل روغتون ښه امکانات لري او همدا لامل دی چې د جوزجان تر څنګ، د سرپل، فاریاب، بادغیس او بلخ ولایتونو ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وي، د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړل کېږي.
په یاد روغتون کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدو د مخنیوي او درملنې لپاره پر وخت ورسره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د جوزجان د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم وايي چې په دې وروستیو کې یې د افغان-ترک د صحت طفل روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د پیاوړتیا خوراکي توکو شاوخوا ۱۹۳ کڅوړې برابرې کړې دي.
د کورنیو نه پوهاوی او په وروستیو کلونو کې د بېوزلۍ او ناچارۍ کچې لوړېدل لامل شوي چې د پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر زیات شي او یوشمېر هغه د مړینې له ګواښ سره مخامخ کړي.