امریکا د افغانستان له ښاریزو سره په ژمنې عمل نه دی کړی
(last modified Sun, 03 Sep 2023 06:19:25 GMT )
Sep 03, 2023 10:49 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان له ښاریزو سره په ژمنې عمل نه دی کړی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان سلګونو زره ښاریز له دغه هیواده د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته هماغه راز په امریکا کښې د بیا هستوګن کولو د ژمنې د تحقق هڅه کوي.

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدا وروسته د هیواد په زرګونو ښاریز چې د امریکا او د لویدیځې هیوادونو له عسکرو سره یې ملګرتیا کوله د انګلستان د جرمني او د امریکا  په شمول په لویدیځو هیوادونو کښې په دایمي ډول د هستوګن کیدا په ژمنې سره اوس هم سرګردانه دي.

د افغانستان په زرګونو ښاریز چې په ډیرو مشکلاتو سره متحده عربي اماراتو ته تللي دي د دغه هیواد په کیمپونو کښې سرګردانه دي.

له دوو کلونو سرګرانۍ وروسته د افغانستان څه د پاسه اته سوه څلویښت ښاریز له دغه هیواده د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته هماغه راز په امریکا کښې د بیا هستوګن کولو د ژمنې د پوره کیدا هڅه کوي.

د امریکا ولسي جرګې کانګرس په ۲۰۰۹ میلادي کال کښې د افغانستان د متحدانو د ساتنې لایحه تصویب کړه او دغه اقدام د مهاجرت د ځانګړي پروګرام د تطبیق لپاره شرایط برابر کړل.

د دغه پروګرام پراساس د افغانستان هغه ښاریز چې د امریکا د پوځیانو یا حکومت لپاره یې کار کاوه کولای شي په امریکا کښې د دایمي هستوګنې یا ګرین کارډ لپاره درخواستونه ورکړي.

سره له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي دغه ټول کسان نه منل کیږي ځکه چ کابو پنځوس فیصده کسان چې د هستوګنې درخواستونه یې ورکړي دي ضروري شرایط نلري.

 

ټیګونه