مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137986-مطبوعات
د ایران چاپ د ورځپانو په سر کې به جمهوری اسلامي  ورځپاڼه راواخلو چي مختلفو مسائلو ته یې انعکاس ورکړی دی، ورځپاڼه لیکي چي له امریکا سره د ایران د اسلامي جمهوریت خبرې اترې د عمان د باچا په نوښت سره دوام موندلې دي او په دې هکله یې د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللیهان خبرو ته انعکاس ورکوي.
(last modified 2023-09-03T04:47:37+00:00 )
Sep 03, 2023 09:14 Asia/Kabul
  • مطبوعات

د ایران چاپ د ورځپانو په سر کې به جمهوری اسلامي  ورځپاڼه راواخلو چي مختلفو مسائلو ته یې انعکاس ورکړی دی، ورځپاڼه لیکي چي له امریکا سره د ایران د اسلامي جمهوریت خبرې اترې د عمان د باچا په نوښت سره دوام موندلې دي او په دې هکله یې د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللیهان خبرو ته انعکاس ورکوي.

د ایران خارجه وزیر ویلي چي د ایټمې مسالې په سر د هوکړې او د بندیزونو د لیري کولو په هکله خبرې اترې هغه څه دي چي مونږ یې تل د ډیپلوماسۍ له لارې تعقیبوو، د ایران د شتمنیو د یوې برخې د ازادولو او د بندیانو د تبادلې په هکله هوکړه، د بندیزونو د لیري کولو له خبرو اترو سره مرسته کوي. ورځپاڼه بیا د ایران د خارجه وزیر په حواله لیکي چي تهران د برجام ایټمي نړیوالې هوکړې ته د راستنېدو لپاره، جدي اراده لري او زیاتوي چي همدا اوس هم د برجام د هوکړې د بیا راژوندي کولو لپاره د عمان د باچا د نوښت په بنیاد خبرې اترې دوام لري.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا امریکا ته د چین خبرداری ته انعکاس ورکړی دی چي ویلي، امریکا له سرو کرښو تېره شوې ده او دا به مرګونې پایلې ولري.

ورځپاڼه زیاتوي چي امریکا په دې وروستیو کې ټایوان ته پرمختللې وسلې استولې دي چي د چین د سختې غوصې لامل شوی دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، ګلوبل ټایمز چي د چین حکومتي رسنۍ ده، لیکلې ده چي د امریکا له لورې ټایوان ته وسلو په ورکړې سره، یوه مرګونی طوفان راتلونکې ده چي په پایلو باندې سترګې نه شي پټېدای.

ورځپاڼه لیکي: چین د ټایوان او د لوېدیځو چارواکو تر مینځ د لیده کاته سره سخت مخالفه دی او په دې هکله یې په ځلونو خبرداری ورکړي دي، لیکن امریکایي سناټوران او یو شمېر غربي چارواکو لاهم ټایوان ته په ډیپلماټیکو سفرونو ور روان دي او د چین په خبرداریو غوږ نه ایږدي.

قدس

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا صهیونیست رژیم نړیوالو او داخلي حالاتو ته په اشارې سره دا پوښتنه مطرحوي چي ایا د صهیونیستانو د مصرف نیټه ختمه شوې ده؟

ورځپاڼه لیکي چي صهیونیست رژیم د بحرانونو په کنده کې لوېدلې ده او امریکا سره یې اړیکې لانجمنې شوې او حتي د ملګرو ملتونو اداره چي له دې مخکې یې تل د صهیونیستانو په جنایاتو سترګې پټولې دا ځلې د صهیونیست رژیم د اقداماتو غندنه کړې ده او هغه یې یوه توکم پاله رژیم بللی دی.

ورځپاڼه لیکي: له امریکې سره د اسرائیل د رژیم اړیکې د هغه د تندلارې کابینې د کړچارونو د امله په بې سارې توګه لانجمنې شوې دي او په کور دننه هم له داسي ژورو اختلافاتو سره لاس په ګرېوان شوی چي د داخلي جنګ لامل ګرځېدایشي او له بلې خوا بیا د مقاومت بریدونه هم زیات شوي چي صهیونیستي رژیم یې لالهانده کړي او له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

د ورځپاڼې په وېنا، دغه ټوله لاملونه د دې سبب شوي چي صهیونیست رژیم په نړیوال ډګر کې هم له انزوا سره مخامخ شي او په همدې خاطر دی چي ملګرو ملتونو په یوه رسمي راپور کې اسرائیل یې یوه توکم پاله رژیم بللی دی.

ورځپاڼه یادو مسائلو ته په کتو سره وایي چي ممکنه ده نور د اسرائیل د رژیم د مصرف نېټه ختمه شوی وي او دغه رژیم له دننې څخه پاشلتیا سره مخ شي.

ابرار

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په خپله سیاسي برخه کې ایران ته د عراق د لومړي وزیر د سفر او د دواړو هیوادونو تر مینځ د رېل پټلۍ د جوړېدو او همدارنګه د ایران د چابهار د بندر له لارې نړیوالو اوبو ته د افغانستان د لاسرسی په هکله مطالب خپور کړی دی.

د ابرار له راپور سره سم، تېره ورځ له شلمچې څخه بیا تر بصرې پورې د ۳۲ کیلومټرو د پټلۍ لارې د جوړولو پروژه د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد مخبر او د عراق د لومړي وزیر شیاع السوداني په حضور سره پرانیستل شوه.

ورځپاڼه د دغې پروژې د اهمیت په باب د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال خبرو ته انعکاس ورکړی دی چي یې ویلي دي: د ایران او عراق تر مینځ د ریل پټلۍ نښلېدا په لوېدیځه اسیا کې یوه استراتیژیکه پېښه ده.

د ورځپاڼې په وېنا که دغه پټلۍ لاره تر سوریې، لبنان او مدیترانې سمندر وغځیږي د مقاومت د جبهې په ضد به د امریکا بندیزونه هم شنډ شي په دې خاطر امریکا د دغه ټرانزیتې لارې جوړېدا خپله سره کرښه بولي او په هر قېمت یې د جوړېدو مخنیوی کوي.

ویاند:

عزیزانو اوس به هم د افغانستان مطبوعاتو ته یوه کتنه وکړو

هشت صبح

د کابل دغې ورځپاڼې په خپل انلاین ویب پاڼې باندې په کابل کې د هدفي وژنو په هکله لیکنه کړې ده او دا پوښتنه مطرحوي چي د دغو وژنو تر شا د چا لاس کېدایشي؟

ورځپاڼه لیکي پر افغانستان باندې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ راهیسې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما د راپور له مخې د تېر نظام لږ تر لږه ۲۱۸ غړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

پوښتنه دا ده چې طالبان د بشپړ امنیت ادعا لري، هر وخت د خپلو لاسته راوړنو په سر کې همدا خبره یادوي چې دلته اوس بشپړ امنیت دی، ټول افغانستان تر یوه حاکمیت لاندې اداره کېږي او هیڅوک د امنیت د اخلالولو جرأت نه شي کولای.

ورځپاڼه زیاتوي:  ښه چې داسې ده، بیا د تېر دولت ۲۱۸ نظاميان چا ووژل؟ که طالبان داسې کوي چې پر نامعلومو وسله والو يې پړه ور اچوي، نو بیا هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ خبره ده چې تاسو کوم څه ته د نامعلوم نوم ور کوئ، موږ ته ډېر ښه معلوم دي.

ورځپاڼه په دوام کې د طالبانو د مخکنی پړاو د واکمنی پر مهال  د ملا دادالله په شمول د طالبانو د مخکنیو قومندانانو له لورې د خلګو وژلې ته اشاره کوي او ادعا کوي چي  اوس په افغانستان کې د کومو هدفي وژنو راپور چي یوناما ور کړی دی، د دې تر شا هم د طالبانو لاس دی، دغه نامعلوم وسله وال د طالبانو له لیکو سره اړه لري او که د طالبانو د حکومت په کچه ورته د دې ماموریت نه وي سپارل شوی، نو د سیمې د قومندانانو په کچه خامخا دغه وسله وال قاتلان ملاتړي.

کلید انلاین خپرونه

دغې خپرونې بیا د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملابرادر او د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر تر مینځ د ملاقات خبر ورکړی دی

د خپرونې له راپور سره سم،  ملابرادر  په دغه کتنه کې ویلي چي خبرو ته انعکاس ورکړی دی چي یې ویلي: چې د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پياوړې شوې او په کار ده چې ګاونډي هېوادونه هېچا ته دا فرصت ور نه کړي چې دې اړیکو ته زیان ورسېږي.

کلید زیاتوي چي ملابرادر ټینګار کړی چي طالبانو  د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو غواړي چې د افغانستان په چارو کې  لاسوهنه  نه وکړي.

مسیر

دغې ورځپاڼې بیا په کابل کې له دریشی، یعني یونیفورم پرته د طالب ځواکونو د ګرځېدو په هکله د ښاریانو اندېښنې ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د کابل ځينې اوسېدونکي د ښار په ځينو برخو کې له یونېفورم پرته د طالب ځواکونو پر تګ، راتګ نیوکه کوي.

د مسیر په وېنا، دوی وایي، چې په شخصي جامو کې د امنیتي ځواکونو پېژندل سخت دي او له سرپرسته حکومته غواړي چې ټول امنیتي ځواکونه پر پوځي یونېفورم سمبال کړي.   ورځپاڼه  د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت په حوالې سره لیکي چي تر دې دمه د طالبانو ۶۰ سلنه ځواکونه یونیفورمونه تر لاسه کړي خو د اقتصادي ستونزو د امله طالبان لا نه دي توانېدلې چي خپلو ټولو ځواکونو ته یونیفورمونه برابر کړي.

بهرني ورځپاڼې

سټار اینډ سټرایپس ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده: په امریکا کې د افغان کډوالو کورنۍ د خپلې دولس کلنې لور ویر کوي، چې د اوریګن په یوه حوض کې یې ساه ورکړه.

ورځپاڼه لیکي، د افغانانو یوه جوړه چې کله دوه کاله مخکې له خپلو پنځو ماشومانو سره له افغانستانه وتښتیده او د امریکا په اوریګن ایالت کې یې خپل نوی کور ودان کړ، د امنیت او هیلو په تمه وه.

ورځپاڼه څرګندوي، چې د دې جوړې هیلې د جمعې په شپه هغه وخت مړاوې شوې چې د دوی دولس کلنه لور منیژه عظیمي د پورتلند سیمې په یوه سرخلاصي حوض کې مړه شوه.ورځپاڼه د منیژې د کورنۍ په وینا لیکي، چې منیژه د دوی د ژوند رڼا وه چې په تعلیمي ډګر کې د لاسته راړونو له امله مشهوره وه.

ستارز اینډ سټرایپس لیکي، د عظیمي کورنۍ له هغو سلګونو زرو له ډلې څخه ده، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي دي.  د راپورونو له مخې، تر اوسه د دغو ډیرو افغانانو د کډوالۍ درخواستونه نه دې منل شوي او له دې امله دوی خپلې راتلونکې ته اندیښمن دي.

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، ګلوب اینډ میل د یوه کاناډایي په اړه مطلب خپور کړی دی چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او د کاناډا د فدرال دولت پرضد یې دعوه کړې ده.   دا ورځپاڼه لیکي، د کاناډا یو پخوانی سلاکار چې د ژبې او کلتور په برخه کې یې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت کړی دی د جولای په وروستیو کې خپل شکایت ثبت کړ. دی مدعي شو چې د کاناډا حکومت په افغانستان کې د ده کورنۍ ته د پناه اخیستو اجازه نه ده ورکړې.   ګلوب اینډ میل لیکي، چې د مې په میاشت کې هم دوو نورو سلاکارانو چې د کاناډا له پوځ سره یې کار کاوه، خپل شکایتونه درج کړي وو او د کاناډا حکومت یې تورن کړی و چې ټینګار کوي چې د دوی کورنۍ په هغو شرایطو برابرې نه دي چې په کاناډا کې پناه واخلي.  د دې مطلب په دوام لولو، چې دا درې سره سلاکاران، د کاناډا حکومت تورنوي چې اوکراینیانو ته امتیازات ورکوي او افغانانو ته چې له طالبانو د تیښتې هیله لري، پاملرنه نه کوي.