په افغانستان کې یو شمېر بیا رغونې چارې روانې بریښې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138376-په_افغانستان_کې_یو_شمېر_بیا_رغونې_چارې_روانې_بریښې
د افغانستان د هلمند ولايت د ټولګټو رياست چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې یې د سړک د رغولو چارې پيل کړي.
(last modified 2023-09-11T08:25:45+00:00 )
Sep 11, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې یو شمېر بیا رغونې چارې روانې بریښې

د افغانستان د هلمند ولايت د ټولګټو رياست چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې یې د سړک د رغولو چارې پيل کړي.

د هلمند ولايت د ټولګټو رياست مرستيال حاجي محمد ګل رسنيو ته ویلي چې په ياد ولايت کې د (۲۲) ميليونه افغانيو په ارزښت د (۲۴) کيلومټره سړک د (يک لنګ) سيمي څخه د (لښکرګاه _ کندهار) تر دوراهي پوري رغيږي.

د نوموړي په خبره یوازي سړک نه بلکه (۲۴) پلګوټي هم د (۵) مياشتو په موده کې په اساسي توګه رغول کیږې.

ددې ترڅنګ دافغانستان ختیځ لور کې ( مرکز ګرديز __ زرمت ) تر منځ د غځيدلي سړک د پخولو چاري هم پيل شوي چې ويل کيږي چې د (ايچکو) سړک جوړوني شرکت له لوري د (۲۰) کیلومټره سړک د (۹) متره سور په درلودلو سره پخیږي.

دافغانستان په مختلفو سمیو کې د بیارغونې چارې د پیلیدو بشپړیدو او ګټې اخیستنې راپورونه ورکول کیږي چې دافغانستان شمالي لور د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري هم خبر ورکول شوی چې د دې ولایت په دوو (۲) ولسوالیو (چهاردرې او اقتاش) کې د دوو (۲) شبکو د جوړولو چارې په تازه ګۍ سره روانې شوې چې مالي ملاتړ یې د (یونیسف) موسسې له خوا څخه دڅه باندې (۱۷) میلیونه افغانیو په ارزښت ترسره کیږي.