Sep 17, 2023 07:43 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ کوي

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ وکړ.

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ وکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د آذربایجان د حکومتي ټیلیویژن له خبریال سره په مرکه کښې وویل: د طالبانو حکومت د قره باغ په لانجه کښې د ارمنستان په وړاندې د آذربایجان جمهوریت له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند هم داشان په کابل کښې د آذربایجان جمهوریت د سفارت د فعالیت د پیلولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: په کابل کښې مو د آذرباجان جمهوریت د نمایندګۍ د افتتاح لپاره مساعدې زمینې برابر کړې دي او هم داشان په باکو کښې د خپلې نمایندګۍ پرانستلو ته تیار یوو.

 

ټیګونه