طالبان: پاکستان د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139346-طالبان_پاکستان_د_داعش_د_شتون_لپاره_زمینه_برابروي
د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د افغان طالبانو حکومت ادعا کړې چې په اسلام اباد کې ځینې چارواکي د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي.
(last modified 2023-10-01T21:54:17+00:00 )
Oct 02, 2023 02:22 Asia/Kabul
  • طالبان: پاکستان د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د افغان طالبانو حکومت ادعا کړې چې په اسلام اباد کې ځینې چارواکي د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د افغان طالبانو حکومت ادعا کړې چې په اسلام اباد کې ځینې چارواکي د داعش د شتون لپاره زمینه برابروي.

په پاکستان کې وروستیو ترهګریزو بریدونو ته په اشارې سره، د افغان طالبانو په امنیتي سازمان پورې اړوند المرصد رسنۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستاني چارواکي د دغه هیواد د خلکو په ساتنه کې له پاتې راتلو وروسته، په قصدي توګه په سیمه کې د داعش د پیاوړي کولو هڅه کوي.

المرصد زیاته کړه، چې پاکستان سیمه د نا امنه په توګه وړاندې کوي او له خپلو لوېدیځو ملاتړو د مرستې د غوښتلو لپاره پر افغانستان تور پورې کوي.

دغې رسنۍ لیکلي چې که څه هم تر اوسه کومې ډلې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په پاکستان کې پر علماوو، دیني مرکزونو، جوماتونو او ښوونځیو بریدونه د داعش کار دی.

د دې رسنۍ په وینا، ځینو پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د بریدونو طرحه کوونکی او اصلي کرکټر "خان" نومی کس له نیول کېدو وروسته خوشې کړی دی.

دغه راپور زیاتوي، چې طالبان او د سیمې هېوادونه له دې فریبونو ډېر کارېدلي او کولای شي نړۍ هم قانع کړي.

د افغانستان طالبان وایي، چې د پاکستان د خلکو د وینو په تویولو د نورو هیوادونو تور لګول به د پاکستان لپاره کومه سیاسي او اقتصادي ګټه ونه کړي.