د ایران مرستندویه کسان افغانستان ته واستول شول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د خراسان جنوبي ولایت د سرې میاشتې یعني د هلال احمر مشر «محمد علي کاوسي» د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته د خراسان جنوبي ولایت د مرستندویه کسانو د استولو خبر ورکړ.
هغه وویل د افغانستان په شمال لویدیځ یعني هرات ولایت کښې له زلزلې وروسته د دوستۍ د ورورګلوۍ او د ګاونډیتوب پراساس د ایران د خراسان جنوبي ولایت د سرې میاشتې د چټک غبرګون ټیم چې پینځلس کسان پکښې شامل دي او بشپړه تجهیزات ورسره دي افغانستان ته واستول شو.
د ایران د خراسان جنوبي ولایت د هلال احمر مشر محمد علي کاوسي د افغانستان د ویرونکي زلزلې په رامینځته کیدا او د دغه هیواد د ګڼ شمیر خلکو په وژل کیدا او ژوبلیدا باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل د ایران خراسان جنوبي ولایت د افغانستان د ګاونډي په توګه د زلزلې د رامینځته کیدا له لومړیو څخه د دغه ولایت سرحدي کلیوالو سیمو ته د جاجونې د ټیمونو د استولو او د جاجونې په ترڅ کښې د افغانستان له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره خپل چمتو والی اعلان کړ
بل خبر وايي چې د هرات په زلزلې کښې تراوسه ۱۲۴۰ کسان ژوبل شوي او ۱۲۲۰ کورونه هم تباه او وران شوي دي.