د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه وفات شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139944-د_غازي_امان_الله_خان_لور_شهزادګۍ_هندیه_وفات_شوه
د افغانستان د پخواني مترقي پاچا او د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په روم ښار کې د ۹۴ کلونو په عمر له دې نړیه سترګې پټې کړې.
(last modified 2023-10-14T20:57:03+00:00 )
Oct 15, 2023 01:24 Asia/Kabul
  • د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه وفات شوه

د افغانستان د پخواني مترقي پاچا او د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په روم ښار کې د ۹۴ کلونو په عمر له دې نړیه سترګې پټې کړې.

د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، د هغې لور په خپله فیسبوک پاڼه کې د نوموړې د مړینې خبر تایید کړی او ویلي، چې د مور د تدفین او فاتحې مراسم به یې په مختصره توګه د کورنۍ په ګډون ترسره شي.

شهزادګۍ هندیه، چې د شاه امان الله خان غازي د کورنۍ تر ټولو لوړ عمره او هغه ته ژوندۍ پاتې نږدې غړې وه، افغانستان ته یې ګڼ سفرونه کړي وو او په ټولنیزو برخو کې فعاله وه.

یو شمېر افغان روښانفکرانو د نوموړې په مړینه خواشنیي ښودلې ده.