په هرات ولایت کښې نن بیا زلزله راغله
(last modified Thu, 19 Oct 2023 08:38:03 GMT )
Oct 19, 2023 13:08 Asia/Kabul
  • په هرات ولایت کښې نن بیا زلزله راغله

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په هرات ولایت کښې نن هم څلور اعشاریه یوریشټره زلزله راغله.

له تیرو څوارلسو وروځو راهسې د افغانستان په هرات ولایت کښې څو ځله زلزلې راغلي دي او څو جټکې هم احساس شوي دي.

د امریکا د زلزلې د معلومولو مرکز وویل نن سهار د هرات ولایت د قره باغ سیمې په دیرش کلومیټرۍ کښې د ځمکې په لس کلومیټره ژور والي کښې څلور اعشاریه یوریشټره زلزله راغلي ده.

دغه زلزله د هرات ولایت په زنده جان او کرخ  ولسوالیو او په چهاربرجک سیمه کښې هم احساس شوي ده.

تراوسه د نن ورځې د زلزلې د مرګ ژوبلو او د تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی رارسیدلی.

د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کښې سختو زلزلو ډیر مالي  تاوانونه اړولي او دغه راز څه د پاسه دوه زره کسان یې وژلي او کابو دوه زره څلور سوه څلویښت نور یې ژوبل کړي هم دي.

په تیرې سه شنبې ورځ د افغانستان د هرات زلزله ځپلیو ته د ایران د خلکو د مرستو دریم پیټی هم واستول شو.

 

ټیګونه