افغان ځوانان په بېلابېلو برخو کې وړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140434-افغان_ځوانان_په_بېلابېلو_برخو_کې_وړتیا_لري
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.
(last modified 2023-10-24T05:33:43+00:00 )
Oct 24, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • افغان ځوانان په بېلابېلو برخو کې وړتیا لري

په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.

 

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پنځوس اوریزه نړیوال کپ کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیا لري او کولای شي بریا ترلاسه کړي.

 د طالبانو له مطبوعاتي دفتر ه  په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.

په دې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبير له خولې ويل شوي، چې دې سياليو وښوده، چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتيا لري او بريالى شي.