د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته سخته خبرداري ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140582-د_پاکستان_حکومت_افغان_کډوالو_ته_سخته_خبرداري_ورکړه
افغان مهاجرو ته د پاکستان د حکومت یو میاشتنی ضرب العجل په ختمېدو دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چي افغانان دې یا ووځي او یا به هم ونیول شي او په زوره به وایستل شي.
(last modified 2023-10-27T07:45:28+00:00 )
Oct 27, 2023 12:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته سخته خبرداري ورکړه

افغان مهاجرو ته د پاکستان د حکومت یو میاشتنی ضرب العجل په ختمېدو دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چي افغانان دې یا ووځي او یا به هم ونیول شي او په زوره به وایستل شي.

 پاکستان کې له یوه میلیون زیات غیرقانوني افغان کډوال میشت دي چي د پاکستان د حکومت له لوري ورته د وتلو یوه میاشتنی فرصت د ختمېدو په درشل کې دی.

په پآکستان کې د بلوچستان د ایالت ویاند خان جان اچکزی خبرداری ورکړ چي د ټاکل شوی ضرب العجل نه یوه اوونۍ پاته ده، او په یاده موده کې باید ټول غیرقانوني افغان کډوال له دې هیواده ووځي که نه وي نو د پولیسو له خوا به ونیول شي.

دې سره همهاله د پاکستان پولیسو کور په کور تلاشۍ پیل کړي او د شپې د کډوالو په کورونو چاپې وهي او هغوی نیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي ادعا کړې ده چي په دغه هیواد کې افغان کډوال په ترهګرو بریدونو کې لاس لري.

هغه همدارنګه ویلي چي که غیرقانوني افغان کډوال په یاده موده کې له دې هیواده و نه وځي نو شتمني به یې د حکومت له لورې کنګل شي او په زوره به وایستل شي.

د پآکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چي غیرقانوني افغان کډوال له نیول کېدو نه وروسته د خپلو شتمنیو یوازې ۵۰ زره کالدارې د کورنۍ په سر یعني ۲۰۰ ډالره له ځان سره وړلایشي.

سرفراز بوګټي همدارنګه پاکستانيانو ته خبرداری ورکړی دی چي که له غیرقانوني افغان کډوالو ته ځای ورکړي او یایې مرسته وکړي د پولیسو له لورې به ونیول شي.