طالبان: له امریکې سره د دوستۍ غوښتونکي نه یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140636-طالبان_له_امریکې_سره_د_دوستۍ_غوښتونکي_نه_یوو
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز په دې خبرې سره چې امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستره خلاف ورزي کونکې ده، وویل چې کابل له واشنګټن سره د دوستۍ غوښتونکی دی.
(last modified 2023-10-28T07:22:04+00:00 )
Oct 28, 2023 11:50 Asia/Kabul
  • طالبان: له امریکې سره د دوستۍ غوښتونکي نه یوو

د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز په دې خبرې سره چې امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستره خلاف ورزي کونکې ده، وویل چې کابل له واشنګټن سره د دوستۍ غوښتونکی دی.

«فصیح‌الدین فطرت» نن په پنجشیر ولایت کښې د «مسئول نظام او هوسا ولس» په نامه غونډه کښې څرګنده کړه چې د افغانستان واکمن حکومت له امریکې سره دوستي نه غواړي.

د طالبانو د پوځ لوې درستیز همداشان وویل: امریکې په تیرو لسیزو کښې د افغانستان په خلکو ظلم وکړ او اوس هم تل د صهیونیسټي رژيم په ملتیا د فلسطین د خلکو خلاف په جنایتونه لګیا ده.

ښاغلي فطرت له ځمکې، هوا او سمندر څخه د صهیونیسټي رژيم له خوا په غزې باندې سختې بمبارۍ ته په اشارې سره وویل: نن سبا صهیونیسټان په فلسطیني مسلمانانو باندې د ایټم بم په اندازه بمونه غورځوي او بایډن یې سمدستي هرکلی هم کوي.

هغه د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو خلاف د بشري حقوقو د ارګانونو په چپتیا باندې په نیوکې سره، دغه سازمانونه د مسلمانانو خلاف د ظلم لپاره اوزارونه وبلل.