د افغانستان په کنړ کې درې داعشي کمانډران هلاک شوي دي
څو ورځې مخکې هم د بلخ د والی ویندوي د افغانستان په شمال کې د درو داعشی جنایتکارو د هلاکت خبر و رکړی ؤ.
له کابله زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو حکومت سره اړونده یوه خبری سایټ راپور ورکړ، د افغانستان د کنړ ولایت په نرنګ سیمې کې امنیتی مامورانو په یولړعملیاتو کې د تکفیري ترهه ګرې ډلې د یوه مهم کمانډر پشمول درې مسئولان هلاک شوي دي .
ددغه راپور په اساس، عبدالحلیم اسامه چې په همداوروستیو کې د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مسئول منصوب شوی ؤ له یوه بل جنایتکار مسئول محمد ګل سره یوځاي په دغو عملیاتو کې هلاک شوی دی.
څو ورځې مخکې هم د بلخ د والی ویندوي د افغانستان په شمال کې د درو داعشی جنایتکارو د هلاکت خبر و رکړی ؤ. په عین حال کې د افغانستان د طالبانو اړونده مسئولانو په کرتو وئيلي دي ، چې په افغانستان کې داعشي ترهه ګره ډله د افغانستان او افغان ولس لپاره کومه جدي خطره نه د ه او ورزرې ئې نوره ورپرې کړي دي،خو داسې کومه اونۍ نشته چې دغه جنایتکار وحشي ترهه ګر د یو شمیر بې ګناه افغانانو وینه ونه بهوي.