اوچا: له پاکستان څخه ویستل شوي شپیته سلنه افغان کډوال ماشومان دی
Nov 08, 2023 12:06 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د پاکستان د حکومت له خوا په ویستل شویو افغانانو کې لږ تر لږه شپېته سلنه ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د پاکستان د حکومت له خوا په ویستل شویو افغانانو کې لږ تر لږه شپېته سلنه ماشومان دي.
اوچا په یوه بیان کې ویلي چې راستانه شوي کډوال په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري. دغه نړیوال سازمان د راستنیدونکو ماشومانو وضعیت "ناهیلی کوونکی" بللی دی.
په ورته وخت کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم ویلي، چې د تورخم او چمن له لارې د ایستل شویو افغانانو شمېر ورځ په ورځ ډېريږي.
د دغه سازمان په وینا د ایستل شویو کډوالو د وضعیت د هواري لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده.
ټیګونه