د ایران صنعتي پرمختګ د پام وړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141258-د_ایران_صنعتي_پرمختګ_د_پام_وړ_دی
د طالبانو د حکومت د موقته کابینې اقتصادي مرستیال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت او تولید په برخه کښې ښه پرمختګونه کړي دي.
(last modified 2023-11-08T23:58:18+00:00 )
Nov 09, 2023 04:25 Asia/Kabul
  • د ایران صنعتي پرمختګ د پام وړ دی

د طالبانو د حکومت د موقته کابینې اقتصادي مرستیال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت او تولید په برخه کښې ښه پرمختګونه کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال «ملا عبدالغني برادر» پرون د ایران د اصفهان د اوسپنې کارخانې له عامل مدیر سره په کتنه کښې زیاته کړه: د اوسپنې او فولادو تولیدات په محدوده توګه په افغانستان کښې هم کیږي او د اصفهان له ذوبِ آهن سره ملګرتیا د افغانستان د اوسپنې د صنعت په پراختیا باندې ښه ایزه کوې شي.

ملا عبدالغني برادر وویل: افغانستان د خپلو بیخ بیناؤ د جوړولو لپاره فولادي صنایعو ته ضرورت لري او په دې کښې د دوست او ورور هیواد ایران تجربې ته اړمن دی.

د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت وزیر «نورالدین عزیزي» هم وویل: افغانستان په مختلفو تولیدي او صنعتي ډګرونو کښې د ایران د اسالمي جمهوریت له ۴۵کلنو تجربو ګټه پورته کولو ته اړتیا لري.