د افغان نجونو پرمخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه.
زموږ خبریال د فارس خبري آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون ناوخته په کابل کې یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
حامد کرزي په خپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، د افغانستان د نجونو او هلکانو زده کړې د افغانستان د پرمختګ، راتلونکي، آرامښت او ثبات لپاره ډېرې اړینې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره لیده کاته و کړل.
د حامد کرزي په دغه ټولنیز پيغام کې ویل شوي چې هغه په دغه لیدنه کې د یوه ملي بحث پیلول د افغانستان د تل پاتې سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لاره بللې او ویلي دي، د افغانستان اوسنۍ شخړه یوازې د ټولګډونه حکومت او د ولس غوښتنو ته په پام سره، د حل وړ ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او پوهنتونونو ته یې پر تګ هم بندیز لګېدلی او د تېر کال په ډسمبر کې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړي دي، چې دا چاره د افغانستان د داخلي او بهرنیو غبرګونونو د راپورته کېدا لامل شوې ده.