د افغان نجونو پرمخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141984-د_افغان_نجونو_پرمخ_دې_د_ښوونځيو_او_پوهنتونونو_دروازې_پرانیستل_شي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه.
(last modified 2023-11-23T05:01:29+00:00 )
Nov 23, 2023 09:15 Asia/Kabul
  • د افغان نجونو پرمخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره لیدنه وکړه.

زموږ خبریال د فارس خبري آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون ناوخته په کابل کې یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

حامد کرزي په خپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، د افغانستان د نجونو او هلکانو زده کړې د افغانستان د پرمختګ، راتلونکي، آرامښت او ثبات لپاره ډېرې اړینې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره لیده کاته و کړل.

د حامد کرزي په دغه ټولنیز پيغام کې ویل شوي چې هغه په دغه لیدنه کې د یوه ملي بحث پیلول د افغانستان د تل پاتې سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لاره بللې او ویلي دي، د افغانستان اوسنۍ شخړه یوازې د ټولګډونه حکومت او د ولس غوښتنو ته په پام سره، د حل وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او پوهنتونونو ته یې پر تګ هم بندیز لګېدلی او د تېر کال په ډسمبر کې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړي دي، چې دا چاره د افغانستان د داخلي او بهرنیو غبرګونونو د راپورته کېدا لامل شوې ده.