شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/ دښمن نفاق ته لمن وهي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142520-شکمنې_قضیې_باید_موږ_ته_راپور_شي_دښمن_نفاق_ته_لمن_وهي
د اهل تشیع مشرانو او مخورو د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره وکتل، په دې کتنه کې د هرات والي له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو پېښو راپور ورکړي.
(last modified 2023-12-02T22:28:47+00:00 )
Dec 03, 2023 01:23 Asia/Kabul
  • شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/ دښمن نفاق ته لمن وهي

د اهل تشیع مشرانو او مخورو د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره وکتل، په دې کتنه کې د هرات والي له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو پېښو راپور ورکړي.

د افغان غږ خبري آژانس  د خبر له مخې، د هرات شیعه عالمانو د دې ولایت له والي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سني او شیعه دښمنان یو شان دي او هېڅکله به دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، چې له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

دغو مشرانو په ډاګه کړه، چې د سرپرست حکومت ترڅنګ د خپل ځان او ولس د دفاع په موخه راغلي دي.

په همدې حال کې، د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وايي چې دښمن له حکومت سره د مقابلې توان نه لري او د تفرقې اور ته لمن وهي.

د هرات والي وايي: افغان فرد موږ ته ارزښتناک دی او موږ به یې ساتنه وکړو.

شیخ اسلام جار څرګنده کړه چې د سرپرست حکومت په نظام کې په ځانګړې ډول، د امنیت په تامین کې هېڅ ډول تعصب او تبعیض نشته.

د هرات والي له خلکو هم وغوښتل، چې د کوچنۍ مشکوکې موضوع خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هرات په جبرئیل سیمه کې د دوو دیني عالمانو د وژنې په تړاو، شیعه عالمانو د هرات له والي سره په یوه غونډه کې د شیعه سیمو پر امنیت ټینګار کړی وو.