د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پاکستاني پاسپورټ نه دی کارولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142950-د_طالبانو_د_کورنیو_چارو_وزیر_پاکستاني_پاسپورټ_نه_دی_کارولی
طالبانو له امریکایانو سره د مذاکراتو په لړ کښې قطر ته د تګ لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر«سراج‌الدین حقانی»  له خوا د پاکستاني پاسپورټ د کارولو په هکله د دغه هیواد د رسنیو رپورټ دروغ وباله
(last modified 2023-12-10T02:00:07+00:00 )
Dec 10, 2023 06:28 Asia/Kabul
  • د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پاکستاني پاسپورټ نه دی کارولی

طالبانو له امریکایانو سره د مذاکراتو په لړ کښې قطر ته د تګ لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر«سراج‌الدین حقانی»  له خوا د پاکستاني پاسپورټ د کارولو په هکله د دغه هیواد د رسنیو رپورټ دروغ وباله

د تسنیم د رپورټ له مخې، د طالبانو د پخواني مرکچي پلاوي دوو غړو د پاکستاني رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان طالبانو د واکمنې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خبرواترو لپاره په پاکستاني پاسپورټ قطر ته تللی و.

له دې مخکښې پاکستاني خبریال عمر چیمه ادعا کړې وه چې حقاني له امریکایانو سره د خبرو لپاره د پاکستاني پاسپورټ په کارولو سره قطر ته تللی و.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین او د طالبانو د پخواني مرکچي پلاوي غړي محمد زاهد احمدزي له «پاکستان ډیلي» سره په خبرو کې دغه راپور په کلکه رد کړ.

سراج الدین حقاني د امریکا او په ناټو کې د هغې د متحدینو پر وړاندې په شل کلن وسله وال مقاومت کې د طالبانو له مطلوبو څېرو څخه و، خو له امریکا سره د خبرو اترو د ټیم غړی نه و.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت کې حقاني په خپل تور لیست کې شامل کړ او یو کال وروسته یې د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو د ورکولو په سر د ۵ میلیون ډالرو جایزه اعلان کړه.